کابل باختر د کب دريمه :
دوه ويشت تنه داعشيان په ننګرهار ولايت کې ديولړ هوايي او ځمکنيو بريدونو په بهير کې ووژل شول .
په دغو داعشيانو په تيرو ٢٤ ساعتونوکې ددربابا ، هسکې مېنې او دکوټ په ولسواليو کې بريدونه وشول .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي باختراژانس ته وويل چې په دې هوايي او ځمکنيو بريدونو کې دوه ويشت تنه داعشيان ووژل شول .
ده وويل: په دغو داعشيانو هغه وخت بريد وشو چې په ډار اچوونکي فعاليتونو بوخت و .
ويل کيږي په دې هوايي او ځمکنيو بريدونوکې کليوالي خلکو ته زيان نه دى اوښتى .
ديوبل خبرله مخې ، په ننګرهار ولايت کې ديولړ چاودنو مخه ونيول شوه .
امنيتي ځواکونو نن سهار څلور ماينونه دننګرهار ولايت له ګڼ ميشتو لارو څخه کشف اوشنډ کړل .
د يوبل خبرله مخې ، په ننګرهار ولايت کې پوځيان د وسلو او مهماتو ددوو ډيپوګانو په کشفولو بريالي شوي دي .
دغه ډيپوګانې دلعل پورې او داچين په ولسواليو کې ساتل کيدې چې له هغو څخه يوشمير سپکې او درندې وسلې ترلاسه شوي دي .
سيمه ييز مقامات وايي وسله والو له دغو ډيپوګانو څخه دخپلو ډار اچوونکو بريدونو لپاره استفاده کوله
0 1 دقیقه لوستل