-کابل / دغبرګولې ٢٨مه / باختر :
په تېرو ٢٤ ساعتو کې دهېواد په لابراتوارونوکې دکرونا ويروس ٥٦٤ نوى پېښې تشخيص شوي دي .
دباختراژانس دخبرله مخې، دعامې روغتياوزارت نن اعلام وکړ چې دکرونا ويروس د ٥٦٤نويو پېښو په تشخيصولو سره په هېواد کې په دغه ويروس داخته کسانو شمېر ٢٦٨٧٤تنو ته ورسېد .
دغه راز په تېرو ٢٤ ساعتو کې په کرونا ويروس ١٣ تنه اخته کسان مړه شوي دي چې له دې جملې څخه درې تنه په کابل ، درې تنه په تخار ، درې تنه په باميانو ، دوه تنه په ننګرهار ، يوتن په بادغيس او يوتن په ميدان وردګو کې مړه شوي دي چې په دغه ويروس دمړو شويو کسانو ټول شمېر ٥٠٤ تنو ته ورسېد.
دکرونا ويروس د ٥٦٤نويو پېښو له جملې څخه ١٩٢ پېښې په کابل ، ٦٥ پېښې په باميانو ، ٦٤ پېښې په تخار ، ٥١ پېښې په بلخ ، ٤٠ پېښې په پکتيا ، ٢٧ پېښې په کندز ، ٢٧ پېښې په قندهار ، ٢٤ پېښې په ميدان وردګو ، ٢١ پېښې په بغلان ، ١٤ پېښې په دايکنډي ، ١٢ پېښې په کاپيسا ، ٨ پېښې په نورستان ، ٦ پېښې په بدخشان ، ٦ پېښې په ننګرهار، ٥ پېښې په کونړ او دوه پېښې په زابل کې ثبتې شوي دي . ختم _ ج _ اکرم
1 1 دقیقه لوستل