ټولنه

څلور ولسي پاڅون کوونکى په بغلان کې شهيدان شول

کابل /د وري ٢٢مه /باختر
څلورولسي پاڅون کوونکي نن د بغلان په خوست ولسوالۍ کې د يوغير مسوول وسله وال قوماندان له افرادو سره په جګړه کې ووژل شول.
د بغلان د خوست ولسوال ذبيح الله رستمي د باختر اژانس خبريال ته وويل دغه جګړه هغه وخت ونښته چې دغه ولسي پاڅون کوونکي د غير مسوول وسله وال قوماندان فضل ربي د وسله والو کسانو له کميڼ سره مخ شول چې په پايله کې ٤ ولسي پاڅون کوونکې شهيدان او ٦ نور ټپيان شول.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته