سیاستخبرونهTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

‏د خپل وطن خاورې به وخورم؛ په بل وطن باندې مې نشته عزتونه

کابل, د مرغومې ۳۰ مه, باختر

تبصره

ځینې افغانان هڅه کوي، هېواد پرېږدي او د ښه ژوند کولو په موخه نورو هېوادونو په ځانګړي ډول لوېدیځ ته ولاړ شي.

دغې ارزو ته د رسېدو لپاره افغان ځوانان زرګونه ډالر لګوي او ځینې خو یې ان خپل ژوند دغې لاره کې له لاسه ورکوي.

د ځوانانو دا چاره له ځان، کورنۍ او هېواد سره خیانت دی او باید کلکه ډډه ترې وکړي.

له ځان سره ځکه خیانت کوي، چې خپل ژوند په خطر کې اچوي او له خپلې کورنۍ سره ځکه خیانت کوي، چې د ده په تګ سره ممکن یوه مور بوره شي او یا خو کورنۍ سخته قرضداره شي او دغه چاره له هېواد سره ځکه خیانت بلل کېږي، چې خپله بشري قوه نورو ته مصرفوي، حال دا چې حق د وطن دی.

هو! یو ځوان که دلته ډاکټر، انجینیر، لیکوال او استاد بللی کېږي او یو، دوه، درې کسان یې په همدې نوم یادوي، خو بهر کې بیا دا ټول نومونه ځینې اخیستل کېږي او نه هلته په همدې موقف دنده ورکول کېږي؛ بلکې هلته د مهاجر، پردي، هوټلي، ګارسون، ټکسي چلونکي او په نورو ورته نومونو یادېږي.

دغه ځوانان باید پر دې پوه شي، چې هره ژوره ستونزه تر حل کېدو وروسته هرومرو له ځان سره نورې فرعي ستونزې لري او افغانستان کې د اشغال پای هم له ځان سره نورې ستونزې لري او اسلامي امارت دا دی هڅه کوي کار اهل کار ته سپارلو، د کاري فرصتونو برابرولو او نورو لارو چارو څخه په استفادې دغه ډول ستونزو ته د حل لاره وګوري.

نو هغوی، چې وطن د تېر اشغال له امله ټپي حالت کې پرېږدي، باید هېڅکله د وطن ترانې زمزمه نه کړي. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته