کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ٢٠نيټه :
درې تنه ديني عالمان د جمعې دلمانځه له ادا کولو وروسته د بغلان ولايت دګذرګاه نور په ولسوالۍ کې دطالبانوله خوا شهيدان شول .
د ګذرګاه نور ولسوال نورمحمدکرز دباخترآژانس خبريال ته وويل ؛ چې وسله وال طالبان د دغې ولسوالۍ دجرآب د کلي جامع جومات ته ننوتل او مولوي عبدالبشير ، مولوي عبدالرحمن او قاري عبدال عطا يې له وهلو اوډبولو وروسته په بيرحمانه ډول شهيدان کړل .
د ګذرګاه نور ولسوال او څو تنو عيني شاهدانو وويل چې وسله وال طالبانو ددغو ديني عالمانو له شهادت وروسته له ساحې څخه وتښتيدل.
پاى ذکرالله
1 د یوې دقیقې څخه لږ