سیاست

د افغانستان اجرائیه رئیس ډاکترعبدالله عبدالله د عراق د بهرنيو چارو وزارت له مرستیال سره وکتل.

 کابل باختر د وږې دمياشتې ١٢
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د عراق د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال عمر البرزنجي سره په کابل کې وکتل.
داجراييه رييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د افغاني او عراقي مقاماتو ترمنځ په نننۍ کتنه کې، چې د کابل په سپېدار ماڼۍ کې وشوه، د دواړو هیوادونو پر امنیتی، اقتصادي، حکومتدارۍ او پرمختیایي حالاتو خبرې وشوې.
افغانستان او عراق دواړه له نسبتاً هم تعریفو او بې تفاوتو خطرونو سره مخامخ دي او د دغو دوو هیوادونو د مقاماتو د نننۍ ورځې په کتنه کې هم پر دغو هم شکلو هم تعریفه چلنجونو باندې بحث وشو.
د هیواد اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د عراق د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ته وویل، چې ددې سیمې تروريستي خطرونه هم په منځني ختیځ او مشخصاً عراق کې له تروريستي او افراطي ډلې سره مشابه دي او اړتیا ده، چې ټول د دغو خطرونو په لمنځه وړلو کې شریک شو.
ده زیاته کړه، چې افغانستان او عراق کې امن د ټولو په ګټه دی او له بې ثباتۍ یې سیمه نا امنه کېدای شي، چې باید د بې ثباتۍ مخه ونیول شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته