کابل باختر د وږي څليرويشتمه :
ديوې انسان تښتوونکي ډلې مشر نن دپوليسو له خوا په کابل ښار کې ونيول شو.
دباخترآژانس دخبر له مخې، امنيتي خبرځايونو تاييد کړې ده چې ديوې انسان تښتوونکي ډلې مشر رييس خدايداد نن په کابل کې ونيول شو .
رييس خدايداد تښتيدلى و او دپاکستان په پيښورښار کې يې ژوند کاوه .
دحبيب استالف له نيول کيدو وروسته رييس خدايداد يو داسې شخص بلل کيږي چې په کابل کې دانسان تښتونې دڅو قضيو عامل دى .
ددغې پيښې جزئيات وروسته خپريږي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ