سیاست

دامريکا دفاع وزارت : تازه دمې عساکر دافغانستان په لور روان دي .

کابل باختر د وږي اته ويشتمه :
دامريکا دفاع وزارت وايي دغه هېواد دافغانستان لپاره دخپلو ژمنو دترسره کولو  په لټه کې دى  يوله دغو ژمنو څخه په دغه هېواد کې دامريکايي عسکرو زياتول دي
دباختراژانس دخبرله مخې، دامريکا دنوي ستراتيژي له مخې دغه هېواد په افغانستان کې خپل سرتيري  زياتوي دغه سرتيري  افغانستان ته درسيدو په حال کې دي .
دامريکا دمتحده ايالاتو دفاع وزارت اعلام کړى دى دامريکا دنويو عسکرو  له جملې څخه  چې شمير يې  درې زره اته  سوه تنو ته رسيږي زياتره يې دافغانستان په لور روان دي چې  د ډار اچوونکو ډلو پرخلاف  مبارزه  کې دافغانستان دامنيتي  ځواکونو تر څنګ ودريږي .
دغه خبرځاى ويلي دي چې امريکا په افغانستان کې دخپل  نوي ستراتيژى له مخې ګام په ګام عمل کوي .
دعسکرو استول او دافغانستان دهوايي ځواکونوسمبالول  په افغانستان کې  دامريکا دنوي ستراتيژى ښکارندوى دى .    ختم_ عطاالله _  اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته