فرهنګ

دعکس اخستلو دنويو لارو چارو او چلندونو روزنيز کورس جوړ شو .

کابل باختر د لړم لسمه :

  دعکس اخستلو  دنويو لارو چارو او چلندونو تر عنوان لاندې نن په باختر اژانس کې روزنيز کورس جوړ شو . 

دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې ،

دباختراژانس رييس  خليل مينوي ددغه کورس  دپرانستلو په وخت کې  دعکس اخستلو  دنويو لارو چارو او چلندونو  دزده کړې  داړتيا په اړوند معلومات ورکړ او څرګنده يې کړه  : په دې روزنيز پروګرام کې  چې يوه اوونۍ به دوام وکړي  دباختراژانس عکاسانو او خبريالانو ګډون کړي دي او دعکس اخستلو  په تيره بيا  دخبري عکسونو داخستلو دنويو لارو چارو او چلندونو په اړوند په عملي او نظري ډول زده کړه کوي .

  دباختراژانس رييس  په رسنيو کې  دعکس دارزښت په باب خبرې وکړې او ويې ويل  خبري عکس اخستل  اويا  فوتوژورناليزم  هغو عکسونو ته ويل کيږي چې  اصلي  هدف  او پيغام يې  خبر رسول وي .

  ده  له برخه والو څخه وغوښتل  چې له دغې روزنيز پروګرام  څخه زياتې استفاده وکړي او هغه  په خپلو ورځنيو  کارونوکې  پلي کړي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته