سیاست

تبصره

کابل باختر د غبرګولي  يو ديرشمه

  ددولت  ددرې ګونو قواو فوق العاده غونډه سبا په کابل کې جوړيږي .

  دغه غونډه له څو پلوه دافغانستان ملت او دولت ته ارزښتناکه بلل کيږي .

 دباختر اژانس مبصر ليکي ، ددولت ددرې ګونو قواو  غونډه  که چيري له يوې خوا دهيواد په ډيرو  مهمو مسئلو کې ملي مشارکت تمثيلوي  له بلي خوا داپه ډاګه کوي چې دافغانستان  مشرتابه له هراړخيزمشارکت  سره جوخت  په کلکو او  ډاډمنو ګامونوسره دهغه افغانستان په لور لاره پرانيزې چې ټولې  چارې يي دافغانانو له خوا ترسره شي .

   دا دمشرتابه يو معقول عزم  او هوډ دي خو هغه ته رسيدل  کيداي شي دهيواد پالنې  په حس سره  په يوه فکر او نظر وي  . دافغانستان مشرتابه له رامنځته کيدو څخه تراوسه پوري هلې ځلې کړي دي اوکوي يي  چې دچارو بهير افغانۍ کړي او افغانان ددغه هيواد دحقيقي  وارثانو په شان دهيواد بيا جوړونې ، ثبات اوپرمختګ  ته ورودانګي  خو هغه څه چې دنظام دغه پاک  هدف يي له ستونزو سره مخامخ کړي دي دسالم مديريت اوظرفيت نشوالي او  په دولتي ادارو او نړيوالو موسسوکې دپراخ فساد لاري  پيداکيدل دي .

 وګړنيز  نظام ددغې وژونکي ناروغي دتشخيص او د جرړو ايستلو او له هغه څخه دهيواد دژغورلو په مقصد له فساد سره دمبارزي  ستراتيژي برابره کړه بيلابيل مرکزونه يي جوړ کړل خو دې موضوع ته ددولتي چارواکو نه پاملرني نظام ته زيات زيانونه  متوجه کړي دي
 ښايي په دي غونډه کې ددغي مسئلي او په دې لاره کې د پراخي او هراړخيزه  مبارزي په باب  تصميمونه ونيول شي  ځکه د رارسيدلو خبرونو له مخې نړيواله ټولنه غواړي له افغانستان سره   دتحول په لسيزه کې مرسته وکړي اودهغوي مرسته داقصتادي او ټولنيز حالت او دعامه سوکالۍ دښه  والي په کار کې ولګوله شي .

 دهيواد جمهور رييس دغه فوق العاده غونډه راوبلله چې مهمي ملي مسئلي له دې جملي څخه ښايي اداري فساد اوښه حکومتوالي طرحه کړي  په هر صورت له  اداري فساد او نشه يي توکو سره مبارزه او ددولتي ادارو دمسلکي ظرفيت لوړوالي هغه مسئلي دي چې بايد هغه نظام ترسره کړي .  خو نوري  مهمي مسئلي لکه دسيمې واکمن حالت ، په سيمه کې  دتروريزم  دخوندي ځالي شتون او له افغانستان څخه دنړيوالو ځواکونو  وتل به هم هغه مسئلې وي چې جمهور رييس به ښايي په هغو خبرې وکړې .

  په هرحال دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي تل په ملي اومهمو  مسئلو کې دملت داستازو رايي ته مخه کړي ده . چې دهغو له نظريو سره سم عملي اقدامات ترسره کړي .

  دالومړۍ ځل نه دي چې جمهور رييس  دخلکو داستازو  رايو ته مخه کوي  ددوديزې  جرګي  جوړيدل  او دستراتيژيک  تړون دلاسليک  په شان دمهمو مسئلو په باب دتصميم نيول ددې ادعا ثبوت دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته