سیاست

د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د مارشال محمدقسيم فهيم د غيابي جنازې لمونځ ادا شو

کابل باختر د کب شلمه :
د افغانستان په سلګونو زرو تنو خلکو نن د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوري رياست د مرستيال مارشال محمدقسيم فهيم دجنازې غيابي لمونځ ادا کړ.
دجنازې په دغه لمانځه کې چې د هيواد په څلورديرشو ولايتونوکې ادا شو؛ د سميه ئيزو مسوولينو، ديني عالمانو، محصلانو، زده کوونکو او عادي خلکو په ګډون په سلګونو زرو تنو خلکو برخه اخستې وه.
د لمانځه برخه والو د وخت د شوري د سره پوځ او د تروريزم په وړاندې د جهاد او مقاومت په دوران کې د مارشال محمد قسيم فهيم کارناموته په اشارې سره د ده پاک روح ته دعا وکړه.
په دې ترڅ کې سيمه ئيزومسوولينو په افغانستان کې د نازکو شرايطو په پام کې نيولو سره د مارشال فهيم مړينه دردونکي وبلله خو له خلکو څخه يې وغوښتل چې ددغه مشهور سياستوال اونظامي په نه شتون کې خپل پيوستون وساتي.
د زابل والي محمد اشرف ناصري د مارشال فهيم دجنازې دغيابي لمانځه له ادا کولو وروسته د زرګونو تنو برخه والو په وړاندې وويل: مارشال فهيم زموږ ستر شخصيت و. ده په جهاد او مقاومت کې اغيزمن رول درلود او د نوې ادارې په جوړولوکې هم ده ټاکوونکى رول ولوباوه .
د بغلان ولايت مرستيال محمدقديم نيازي او ددغه ولايت امنيه قوماندان جنرال امرخيل دمارشال فهيم دجنازې په غيابي لمانځه کې زرګونو تنوبرخه والو ته وويل چې ارواښاد دپرمختګ او پيوستون په لور د افغانستان ديون په لاره کې زياتې هلې ځلې  وکړې.
دافغانستان په ګوټ ګوټ کې د مارشال فهيم دغيابي لمانځه برخه والو ټيک په داسې وخت کې چې افغانستان دجمهوري رياست او دولايتي شوراګانو دانتخاباتو د ترسره کولو او د امنيتي مسووليتونو دمنلو په درشل کې دى؛ د مارشال فهيم د مړينې له امله د خپل خپګان مراتب څرګند کړل او له يوبل څخه يې وغوښتل چې په دغه شان برخليک ټاکوونکو شيبوکې خپل يو والى او پيوستون وساتي.
دجمهوري رياست لومړي مرستيال مارشال محمدقسيم فهيم د تيرې يکشنبې په ورځ د زړه د دريدو له امله په کابل کې وفات شو.
د افغانستان د يواځنى مارشال جنازه نن دکابل ښار د ده کيپک په غونډى کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې په داسې حال کې چې په سلګونو زرو تنو خلکو او دولتي مقاماتو پکې ګډون کړى و؛ خاوروته وسپارل شوه.
مارشال فهيم له ملي اتل احمد شاه مسعود وروسته د وخت دشوري په وړاندې د افغانستان  دخلکو په جهاداو دتروريزم په وړاندې په مقاومت کې اغيزمنه څيره وه.
ده د طالبانو د رژيم له راپرځيدو وروسته په هيوادکې د اوسنى حکومت او نظام په جوړولوکې کليدي رول ولوباوه او تراوسه پورې هم دخلکو ترمنځ مخور شخص بلل کيده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته