امنیت

په بلخ کې دشپږو تنو ماشومانو شهادت

_    مزارشريف  باخترد مرغومي ٨  نيټه :
دبلخ ولايت  ددولت آباد په ولسوالۍ کې پرون  دماين د چاودنې له امله شپږ      تنه ماشومان شهيدان شول.
دبلخ ولايت ددولت آباد ولسوال کريم باى  باخترآژانس ته وويل ؛  دغه ماشومان  چې له شپږ کلنۍ څخه تر لس کلنۍ پورې وو ، ددغه ولايت  ددولت آباد ولسوالۍ  په حيه تان  کلي کې دخپلو پسونو په پيولو بوخت وو  چې دماين د چاودنې له امله شهيدان شول.
ددولت آباد ولسوالۍ دپوهنې يوه مسوول  محراب وويل  چې دغه ماشومان دښوونځي زده کوونکي وو  چې په  ژمنۍ رخصتۍ کې  دخپلو پسونو په پيولو  بوخت وو.
پاى ذکرالله  

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته