کابل / د غبرګولي ۲۱ / باختر
د کابل د لرو پرتو سیمو د پرمختا لپاره د حکومت هلې ځلې پیل شوې دي.
ټاکل شوې ده په لومړی ګام کې د پایتخت په لرو پرتو ولسوالیوکې د لسګونوپرمختیايي پروژو کارتطبیق شي.
د رارسېدولوخبرونوله مخې، ټاکل شوې ده دغه پروژې د کرنې، روغتیا ، د بیا رغاونې ، دریايي حوزې او د حج او اوقافو په برخوکې د ۲۹۶ میلیونو۵۰۰ سوه زروافغانیوپه لګښت تطبیق شي.
د کابل والي د رسنیوسلاکارموید مودودي باخترآژانس ته وویل چې د دغو پروژو د جوړولوکار ژر پیلېږي.
هغه وویل چې دغه پروژې د لېږ پرمختیايي ولسواليوپه تېره بیا د کابل په موسهي ولسوالۍ کې تطبیق کېږي.
ټاکل شوې ده دغه پروژې له یوه کال وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
هیله کېږي د دغو پروژو تطبیق د کابل لرو پرتو سیمو د اوسېدونکو د اقتصاد د پراختیا سبب شي.
پای-ع