امنیت

اته ویشت طالبان په قندهار کې ووژل شول

کابل / د سلواغې ٢۳ مه / باختر
په قندهار کې ۲۸ وسله وال طالبان له پوځيانو سره په جګړه کې ووژل شول او ۱۰ نور یې ټپيان شول.
جګړې هغه وخت وشوې چې وسله والو طالبانو په ارغنداب ولسوالۍ کې د پوځيانو پر ګزمې او په پنجوايي ولسوالۍ کې د پوځيانو پر يوې پوستې يرغل وکړ.
د هېواد په جنوب کې د ميوند قول اردو د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په جګړو کې ٢٨ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۰ نور یې ټپيان شوي دي.
قول اردو زیاتوي چې پوځيانو د وسله والوطالبانو د بريد لپاره له مخکې تيارى لاره.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
پاى \ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته