امنیت

په يوه موټر کې بار شوي چاوديدونکي توکي له چلوونکي سره يې دپوليسو لاس ته ورغلل .

کابل باختر د وري پنځه ويشتمه :
په چاوديدونکو توکو بار يو موټر دفراه په ولايت کې دپوليسو دځواکونو له خوا کشف او ضبط شو .
  دفراه ولايت دامنيې قوماندانۍدمطبوعاتي دفترويندوى جاوديد کاکړ دباختراژانس خبريال ته وويل: دپوليسو ځواکونو په چاوديدونکو توکو بار دغه موټر په فراه ښار پورې اړوند دکنسک په ساحه کې کشف او ضبط شو
کاکړ وويل ،طالبانو غوښتل چې په دغه موټر کې له بار شويو توکو څخه د ډار اچوونکوبريدونو  دترسره کولو په لاره کې کار واخلي .
يوه اړونده خبرځاى وويل موټر چلوونکي چې دفراه ولايت دبالابلوک ولسوالۍ دشيوان دکلي اوسيدونکي دى، دامنيتي ځواکونو له خوا نيول شوى دى .
پيښه څيړل کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته