سیاست

په کونړ ولايت کې د هيواد دملي اردو د سر د دروند زيان په نسبت دافغانستان داسلامي جمهوريت دملي شورا دمشرانو جرګې اعلاميه.

کابل- باختر دکب دمياشتې ٥
په کونړ ولايت کې د هيواد دملي اردو د سر د دروند زيان په  نسبت دافغانستان داسلامي جمهوريت دملي شورا  دمشرانو جرګې اعلاميه.
د ملي شورا مشرانو جرګه  د کونړ په   غازي آباد  ولسوالۍ  کې دهيواد  دکورنيو او بهرنيو دښمنانو  د يوې ګډې توطيې له امله د ملي اردو د ٢١ تنو سرتيرو دشهادت يوه  ډيره  زړه بوږنوونکى او نه جبيره کيدونکې ضايعه بولي .
د طالبانو او  د آى اس آى  دغه خائينانه دسسيسه يې په ډيرو سختوالفاظوغندى او ددغوسورکفنو ځوانانو پاک روح ته د دعا دکولو په ترڅ  د دوى کورنيو ، دسنګر ملګرو او دهيواد ټول ملت ته د ژورې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب څرګندوي .
انالله او انااليه راجعون .
په دغه شان خائينانه توطيه کې دملي اردو سرتيرو ته دسر دغه شان  زيان او ښتل  کيداى  شي د  هيواد   پوځي او کشفى مسوولينو   ته    جدي خبر  دارى وى   چې دافغانستان په کمين کې ناستو دښمنانو د دسيسو په څپوکې دامنيتي منسوبينو
د  سمبالولو ، وسله وال کولو ، روزنې  او دملاتړ اړتيا څرګنده او په  ډاګه  کوي
  د خطرناکو تروريستانو د خوشې کولو په بدل  کې له هغو سره  د  جدي عدلي او قضايي چلند چې لاسونه يې ددغه هيواد دبچيانو په وينو سره  دي الزامي کوي دملي شورا دمشرانو جرګه دافغانستان د دولت له  مشرتابه څخه په  جدي توګه غواړي چې دهيواد رښتينو سرتيرو او مدافعينو د برخليک په وړاندې  روښانه دريځ غوره کړى  په تيره بيا د غازي آباد پيښه چې په هغې  کې  ددغه هيواد ډيرو ښو بچيانو او مړينو بچيانو ژوند له  لاسه  ورکړ  وڅيړي او  د  نتيجې په باب دې دملي شورا مشرانو جرګې ته  رپوټ ورکړى  شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته