ټولنه

دوو تنو محصلانو د کتاب راټولونې د کمپاين له لارې پنځه زره ټوکه کتابونه راټول کړل

کابل_باختر د مرغومي د مياشتې٥مه
د پکتیکا ولایت دوو تنو فعالو ځوانانو برات خان څاروان او عبدالحق فقیرزاده څه موده مخکې د کتاب را ټولونې کمپاین پیل کړی و او د کمپاین په وروستۍ ورځ نن  یې پنځه زره ټوکه کتابونه پکتیکا پوهنتون ته ډالۍ کړل.
د کتاب را ټولوونې کمپاین غړی برات خان څاروان وايي، په پکتیکا کې اوس د فکري بدلون له مخې یو ستر او غوره پرمختګ رامنځته شوی دی.
هغه وويل، د کتاب راټولوونې په دغه کمپاین کې یې ټول پنځه زره ټوکه ډول، ډول کتابونه را ټول کړې او هیله من دی چې کتاب لوستونکي به ترې سالمه ګټه واخلي.
د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت د ځوانانو دغه ګام ستایي او وایي چې دغو ځوانانو زرګونو تنو ته د کتاب را ټولونې او کتاب لوستنې فکر ورکړ.
دی زياتوي چې، له یوې خوا د کتابونو په را ټولولو سره د پوهنتون کتابتون بډای شو او له بلې خوا همدغو فعالو ځوانانو دغه مهم پیغام او فکر خپور کړ.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته