سیاست

په ترکيه کې افغانانو ته داسانتياو دبرابرولو په باب خبرې وشوې .

کابل باختر د وري پنځمه :
دبهرنيو چارو وزارت سرپرست  ډاکتر نصير احمد انديشه  نن دترکيې  دمهاجرت ادارې دلوى رييس  اتيلا توروز په مشرۍ  ددغه هېواد له لوړ رتبه هيئت سره  چې دکابل په سفر بوخت دى  په داسې حال کې چې په کابل کې دترکيې سفير  علي سيد اکين  هم حاضر و  ، وکتل .
  دبهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ ،  په دې کتنه کې لومړى  دبهرنيو چارو وزارت معين  دترکيې جمهوريت داړيکو او لرغونو اوتاريخي ، دوستانه او دورور ولي  اړيکو اوهمکاريو، له افغانستان سره دترکيې جمهوريت د سل کلنې  ملاتړ په تيره بيا  په تيرو شپاړلسو کلونو کې په افغانستان کې دترکيې  دمرستو  او قربانيو له امله قدرداني وکړه.
دبهرنيو چارو وزارت معين  زياته کړه  چې افغانان تل  ترکيه  خپل دويم کور او ترکان  خپل نږدې  او صميمي  ورونه بللي دي . 
وروسته توروز وويل  چې ترکان هم  افغانستان  خپل دويم کور بولي .  او افغانان دترکانو په زړونوکې ځانګړى ځاى لري .
  ددغې کتنې په بهير کې  دواړو لورو  ترکيې ته دافغانانو دغير قانوني مهاجرت  دمخنيوي او په دغه هېواد کې افغانانو ته د تګ راتګ او استوګنې ، زده کړې او سوداګرۍ  دزمينو په برابرولو سره ، دغير قانوني سوداګرۍ او دانسان دقاچاقو په مخنيوي سره  په ترکيه کې  دمهاجرت په برخه کې دزياتو اسانتياو دپروګرامونو ، مقرراتو او پاليسيو او ددغه هېواد دمهاجرت  دنوي  جوړې شوې ادارې دمسووليتونو اوصلاحيتونو ، دمهاجرينو د الکترونيکي ثبت او راجستر  دبهير ، دبايميتريک  او دديتابس دپړاونو او افغانانو ته دترکي  استوګنې  دصادرولو، سياسي قضيو دڅيړنې  ، دمهاجرينو دکورنيو د يو ځاى کولو د ردو شويو اتباعو او مجرمينو ايستل او دتروريستي ډلو په تيره بيا دداعش له ډلې سره دمبارزې په باب  هراړخيزې خبرې وکړې .
دکتنې په پاى کې  دبهرنيو چارو وزارت سرپرست  په ترکيه کې   له افغان مهاجرينو سره  دترکيې جمهوريت دمقاماتو د ښه چلند او هلوځلو له امله  دقدرداني تر څنګ  ژمنه وکړه چې  ددغه هېواد دنويو ګټورو پلانونو اوپاليسيو  له په پام کې نيولو سره چې په ترکيه کې دافغان مهاجرينو دچارو دتنظيم او ښه څيړنې  دښه مديريت په لاره کې  مرسته کوي په ګډه ددواړو هېوادونو داړوندو سکتوري  وزارتونو او ادارو سره هراړخيزې همکاري ترسره کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته