امنیت

دوه تنه امنيتي منسوبين په غور کې شهيدان شول

کابل باختر دوري دمياشتې ١٥ نيټه  :
د وګړني پاڅون  يو تن منسوب پرون په غور ولايت کې له طالبانو سره په نښته کې  ووژل  شو.
د غور د امنيې قوماندانۍ وياند محمداقبال نظامي  د باخترآژانس خبريال ته وويل  چې د وګړني پاڅون کوونکو  دغه منسوب د فيروز کوه ښار دکاسي  په مربوطاتو کې  له وسله والوطالبانو سره په نښته کې  شهيدشو او يو تن بل ټپي شو.
سرچينه زياتوي چې په دغه نښته کې  دوه تنه نور د طالبانو له  خوا اسيران شول.
د غور د پوليسو وياند وويل  چې د نيولو شويو کسانو د خلاصون په موخه هلې ځلې پيل شوي دي.

د يوبل خبرله مخې ؛ يو پوليس د غور ولايت د تيوري ولسوالۍ په مربوطاتو کې  د وسله والو طالبانو په بريد کې شهيدکړاى شو. پاى سعيده ذ
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته