نړۍ

په يمن کې د جګړې د سياسي حل لارې د موندلو لپاره د ترکيې او ايران موافقه

تهران فرانسپرس  باختر دوري  دمياشتې ١٩ :
ترکيه او ايران د يمن د جګړې د پاى ته رسولو په لاره کې د سياسي حل لارې   د موندلو د اړتيا په باب موافقه وکړه .
د ايران جمهور رييس حسن روحاني دغه ټکى پرون له خپل ترکي سيال رجب طيب اردوغان سره له خبرو وروسته په يو ګډ خبري کنفرانس کې بيان کړ.
حسن روحاني وويل: موږ د عراق ، سوريې او د فلسطين په باب زياتې خبرې اترې وکړې  .
رجب طيب اردوغان هم په دې خبري کنفرانس کې وويل چې موږ بايد يوځاى خبرې اترې وکړو چې په يمن کې وژنې پاى ته ورسوو. موږ ښکيل لوري راټولولو او مطالعه کوو چې څنګه کولاى شو دغه آسانتياوې برابرې او څه ډول کولاى شو منځګړيتوب وکړو.
د ترکيې جمهوررييس رجب طيب اردوغان ايران ته د يو ورځنى سفر په بهيرکې د دغه هېواد له مذهبي مشر آيت الله  علي خامنه يي سره هم وکتل .
دغه دواړه ګاونډي هېوادونه له دغو تاوتريخوالو سره سره غواړي د تهران او انقرې ترمنځ سوداګري په  ٢٠١٥ ميلادي کال کې تر ديرشو ملياردو ډالرو پورې لوړه کړي  .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته