ټولنه

په بلخ کې دمهرباني خيمه جوړه شوه

 کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ٢٠ :
دماشومانو بنسټ د روژې دمبارکې مياشتې په راتلو سره په مزارشريف ښارکې
دمهرباني خيمه  جوړه کړه.
دغه بنسټ  له پانګه والو او هېوادوالو څخه وغوښتل چې له دې لارې له   ماشومانو سره مرسته وکړي.
په مزارشريف ښارکې  دماشومانو دبنسټ مسوولې مريم کريمي دباخترآژانس خبريال ته وويل :  چې دغه خيمه  دپنځو ورځولپاره  دهېوادوالو  او سوداګرو پرمخ پرانستې ده   اودبلخ له ټولو اوسيدونکو څخه يې وغوښتل  چې  له دې لارې  له يتيمو او بې سرپرسته ماشومانو سره مرسته وکړي.
دا په داسې حال کې ده  چې تير کال هم  ددغې خيمې له لارې يوسلو شل زره افغانۍ راټولې شوې وې  او له دوه سوه تنو تيمو او بې سرپرسته ماشومانو سره مرسته شوې وه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته