اقتصاد

د افغانستان او ايران دويم تجارتي نندارتون پرانستل شو

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٢٨
د افغانستان او ايران دويم ګډ تجارتي نندارتون نن په کابل کې پرانستل شو.
د باختر آژانس د خبرله مخې: د دغه نندارتون د پرانستلو په مراسموکې د جمهور رييس دويم مرستيال قانونپوه سرور دانش او د ايران د جمهور رييس مرستيال محمد شريعتمداري د دواړو هيوادونو ترمنځ تجارتي اړيکو د دوام او په دې برخه کې د برابرو شويو اسانتياوو په باب خبرې وکړې.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو د خونو مرستيال خان جان الکوزي هم په دغو مراسموکې خبرې وکړې او ويې ويل: تېرکال له ايران څخه افغانستان ته د وارداتو حجم يو ملياردو ٦٠٠ زرو ډالروته رسيدلى دى.
په دغه ګډ نندارتون کې په ١٠٠ غرفوکې چې ١٥ يې د افغانستان په سوداګر پورې اړه لري؛ خوراکي او ساختماني توکي، د کور وسايل او درمل نندارې ته وړاندې شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته