امنیت

درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختردزمري دمياشتي  ٢١ :

په قندهار ولايت کې دنښتې له امله  درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول.

دقندهار دوالي ويندوى  جاويد فيصل باختراژانس ته وويل  چې وسله والو طالبانو دژيړۍ ولسوالۍ  دنهرکاريز په سيمه کې دپوليسو په يوې پوستي بريد وکړ چې دپوليسو دمقاومت له امله  ددواړو لورو ترمنځ  جګړه ونښته اوله امله يي درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول اودهغوي سپک او درانده جنګي وسايل دجګړي په ډگر کې پاتي دي .

خبرځاى زياته کړه چې په دې نښته کې دوه تنه سيمه ييز پوليس هم برسيرن ټپيان شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته