امنیت

دطالبانو له خوا درې ښخ کړى شوي ماينونه کشف شول .

کابل باختر د کب دريمه :
امنيتي ځواکونو په جوزجان ولايت کې پرون ددريو ماينونو په کشف او شنډولو سره دسيمې په لسګونو تنه اوسيدونکې له مرګ  څخه وژغورل .
دجوزجان ولايت دامنيې قوماندانۍ داوپراسيون آمر سمونوال  عبدالمنان رووفي دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه ماينونه دشبرغان _ سرپل  دلويې لارې په اوږدو کې په شبرغان ښار پورې دافغان تيپې دکلي دروغتيايي کلينيک په وړاندې ښخ کړى  شوي و .
يوه اړونده خبرځاى وويل دغه ماينونه دوسله والو طالبانو له خوا په امنيتي ځواکونو او په ملکي  خلکو دبريد په مقصد ښخ کړي شوي وچې په خپل وخت دامنيتي ځواکونو  له خوا کشف او شنډ کړى شول .
  خبرځاى زياته کړه چې په تيره يوه مياشت کې دجوزجان پوليس  دوسله والوطالبانو له خوا دپنځلسو  ښخ کړى شوي   ماينونو په کشف  اوشنډولو بريالي شوي دي .
په همدې حال کې دجوزجان ولايت اوسيدونکي دپوليسو دغه فعاليتونه  ستايي او امنيتي ځواکونه هم وايي چې دوى  دغه ماينونه  دخلکو په همکارۍ کشف او شنډ کړي دي .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته