سیاست

دوزيرانو شورا نوبتي غونډه جوړه شوه.

کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ٢٥
د وزيرانو شورا نوبتي غونډه نن له غرمې مخکې دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامد کرزي  په مشرۍ د جمهوري رياست د ارګ دګخانې په ماڼۍ کې جوړه شوه .
دچارو دادارې او دوزيرانو شورا د دارلانشا لوى رياست باختر آژانس ته خبرورکر:
په پيل کې دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس د جنوبي افريقا او
دهندوستان هيوادونو ته دخپل وروستي سفر دنتيجو په باب غونډې ته مفصل
معلومات وړاندې کړل او زياته يې کړه  :
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس او دهيواد جګپوړي هيات دجنوبي افريقا   د پخواني  جمهور  رييس او د استعمار او  نژادي  توپير او د اپارتايد  ضد دستر مبارز نلسن مانديلا د درناوى  د اداکولو او يادونې  په مراسمو کې چې دجنوبي افريقا په چوهاستر بورګ  ښارکې پرځاى شول ګډون وکړ .
په دغو مراسمو کې دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس په ګډون سربيره دنړۍ  دڅه دپاسه نوي هيوادونو، د دولتونو  او حکومتونو مشرانو او دجنوبي افريقا زيات شمير خلکو برخه اخستې  وه  .
وروسته  د  افغانستان د   اسلامي جمهوريت    جمهور رييس د هندوستان  هيواد دجګپوړو مقاماتو په بلنه دڅلور ورځو لپاره دغه هيوادته سفر وکړ چې دهندوستان  له جمهور رييس ،صدراعظم او دملي امنيت له سلاکار سره يې په   جلا جلا توګه وکتل او دافغانستان او هند ترمنځ  د اوږدمهالۍ ستراتيژيکي همکارۍ  دموافقه ليک د موضوعګانو او دسيمه ييزو او نړيوالو مسلو په باره کې په  ډيره صميمانه فضا کې خبرې  وشوې .
دواړو هيوادونو په  بيلابيلو ساحو کې  د  دوه اړخيزو اړيکو او د  ستراتيژيکي موافقه ليک په چوکاټ کې د هغو د پراختيا په باب خبرې  وکړې او د هندوستان جګپوړو مقاماتو د ليږدونې په بهير او له هغه  وروسته پړاونو کې د مرستې د دوام په  باب خپله  ژمنه څرګنده  کړه .
د دواړو هيوادونو مشرانو دافغانستان امنيتي او دفاعي ځواکونو د روزنې دپراختيا او د تجهيزاتي او بنسټيزو اړتياو د لرې کولو په ګډون د  دفاعى  او امنيتي همکاريو د ژورتيا او پراختيا په باب موافقه وکړه د دواړو هيوادونو مشرانو له تروريزم او افراطيت سره دمقابلې دسيمه ييزې همکارۍ   دپياوړتيا او دنويو تجارتي تګلورو دپراختيا په مقصد په خپلې ګډې ژمنې باندې موافقه وکړه او دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس ،  دهندوستان جمهور رييس ته بلنه ورکړه  چې په يوه مناسب وخت کې افغانستان ته سفر وکړي چې دهند دجمهور رييس له خوا  دکور وداني  په ويلو سره  ومنل شوه .
دغه راز دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس د دغه سفر  ترڅنګ  له هندي سوداګرو او پانګي اچوونکو سره  ليدنې ، کتنې په افغانستان کې او لويو لارو د جوړولو ، دپطرولو او ګازو د انرژۍ دبنسټونو ، روغتونو او  د روغتيايي خدمتونو په ګډون دپانګې اچونې  بيلا بيلې برخې ، دپانګې اچونې په  مقصد مناسب فرصتونه وبلل او له هغوې څخه يې وغوښتل چې په قاطعيت سره اقدام وکړي  چې هندوستان لومړنۍ هيواد وي چې دافغانستان له منابعو څخه ګټه واخلي.
د  وزيرانو شورا د جنوبي افريقا   ته د  افغانستان د اسلامي جمهوريت د  جمهور رييس دسفر او دهند جمهوريت له مشرانو سره دهغه دخبرو نتيجې تائيدې کړې
او خپل ملاتړيې څرګند کړ .
دغونډې دکار په دوام دافغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس ، د  لوړو
زده کړو  وزارت په  ټينګار سره موظف کړ چې دهغو محصلانو په استولو کې چې
د دولت په لګښټ د زده کړې په مقصد له هيواد څخه بهرته استول کيږي ، له زيات دقت  څخه کار   واخلي او دهغوي دپوهې دکچې،  دکوربه   هيواد   دکلتور او له استادانو او له نورو محصلانو سره دهغوې دچلند په باب هغوې ته لازم معلومات ورکړى  چې په   دې  برخه کې له پيل کړاى  شويو پيښو څخه په  زړه  پورې نتيجې ترلاسه شي او تکړه کدرونه   و روژل شي.
وروسته دعامې روغتيا وزيرې او د ښځو دچارو وزارت معينې دهيواد په ولايتونو کې دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي د زياتوالي په باب غونډې ته معلومات وړاندې کړل او څرګنده يې کړه چې په  دې وروستيو وختو کې په  هرات ښار  کې په  ميرمن ساره  د ده  دميړه له خوا چې په نشه يي توکو اوږدى دى تاوتريخوالي شوى دى  چې له امله يې دواړه  لاسونه يې مات شوي دي او  پوزه  او شونډې يې په چړې سره غوڅ کړى شوي دي .
د وزيرانو شورا د هيواد  د ښځو پرخلاف  د هراز تاوتريخوالي دغندلو په  ترڅ  کې

دکورنيو چارو وزارت  موظف کړ چې  د دغې قضيې عامل ونيسي  او د قانون منګولوته  يې وسپاري .
دغه راز د عامې روغتيا  وزارت موظف کړاى شو چې د هغې په   درملنې بيړنى  اقدام  وکړي  .
وروسته د وزيرانو شورا د ١٣٩٣ کال دنوروز دجشن دجوړولو څرنګوالى  غونډې ته طرحه کړ او   ويې څيړه او پريکړه يې  وکړه چې موظف کميسيون دى  د  بهرنيو چارو  وزارت په همکارۍ بلن ليکونه برابراو دغونډې له يادونې سره  سم دکابينې په پيشنهادي ځايونو کې ددغې سترې غونډې  دجوړولو او سناريو پلان  برابر او دوزيرانو شورا ته  دې وړاندې کړي  او دماليې وزارت ته  دنده وسپارل شوه  چې ددغه جشن د لګښتونو داړتيا وړ  پيسې دې له برابر شوي پلان سره سم تدارک او دکميسيون په واک يې  ورکړي .
له اجنداسره دجمهوري رياست مرستيال د غضنفر ګروپ دشرکت دنفتي توکو دچاڼځاى د فعاليت په باب دموظفې کميټې پريکړه  غونډې ته وړاندې  کړه  او زياته يې کړه :  دغه پريکړه د تخنيکي د ژوندانه دچاپيريال ، اقتصادي اجتماعي کارپوهنې او د روان کال دليندۍ دمياشتې د درې ويشتمې نيټې په غونډه کې دغضنفر ګروپ ليکلې ژمنې ته په پاملرنې سره ، په داسې حال کې چې د موظفې کميټې غړو هر يوه په خپله برخه کې نظر څرګند کړ ، شوې ده ، دغه پريکړه يې په اوو  مادوکې په دې ډول طرحه کړه :
١- دغضنفر ګروپ چاڼځاى ته  دې بيا دفعاليت اجازه  ورکړاى شي.
٢- دغه شرکت ته دې دچاڼځاى داړتيا وړ موادو د واردلو اجازه هم ورکړاى شي.
٣- دماليې وزارت دې په پريما ګون او پخو تيلو دټکس فيصدي يوخيل په سلوکې دولس تطبيق کړي .
٤- دماليې وزارت دې دپريما ګون دمحصول بيه يو ټن د (٤٥٠) امريکايي   ډالرو له مخې واخلي .
٥- دغضنفر دفابريکې او دنفتي توکو دنورو توليدي او توريدي شرکتونو د اومو توکو او محصول دې په جدي توګه او ګام  په ګام وڅارل شي.
٦- په ډير لنډ ممن وخت کې دې  يوه معتبره نړيواله مرجع دغضنفر دنفتي توکو دشرکت او دنورو شرکتونو دموادو کيفيت له اخستل شوې نمونې سرسم وڅيړي .
٧- دغضنفر ګروپ دنفتي توکو شرکت موظف دى دکيفيت د څيړنې د هيات په رپوټ کې  ليکل شوي  موارد په   جدي توګه  رعايت کړي او  د چاڼځاى دکيفيت دلوړولو په  لاره کې له خپلې ليکلې ژمنې سره سم ، جدي اقدمات وکړې.
دوزيرانو شورا دموضوع په باب له مفصلو خبرو وروسته دجمهوري رياست د دويم مرستيال په مشرۍ د موظفې کميټې پريکړه په دويمه ماده کې  يې ددغې فابريکې له توليدي ظرفيت سره سم  د  اومو  موادو  د توريد په  زياتوالي سره  تاييده کړه  او دماليې،اقتصادي او د سوداګرې او صنايعو وزارتونو او  د  انسا اداره   يې موظف کړه چې دموظفې کميټې له پريکړې سره سم دې  د دغې فابريکې او   د نفتي توکو دنورو توليدي  فابريکو د اومو موادو   د توريد او  ترلاسه شوي   محصولات تل  په جدي توګه وڅاري او د ژمنو د مادو دنقض په صورت  کې دې   رپوټ يې  جمهوري رياست ته وړاندې کړي  .
دغه راز دسودګرې او صنايعو وزارت  او دستندرد دملي ادره (انسا) موظف کړى شوى چې دملي سوداګرو له خوا د وارداتي نفتي توکو دمارکونو او کيفيت څرنګوالي  دسيمې دهيوادونو له مصارفاتي مارکونو او د وزيرانو شورا له خوا له تصويب شويو ستندردونو سره سم په هيواد کې د نفتي توکو دمصارفاتي مارک دټاکنې په مقصد تحليل او وڅيړې او دوزيرانو شورا راتلونکې غونډې ته دې وړاندې کړي .
وروسته  د وزيرانو شورا د کورنيو چارو وزير او د ژوندانه دچاپيريال ساتنې رييس موظف کړل چې د وزيرانو شورا د ١٣٩٠ کال د چنګاښ د مياشتې د دويمې نيټې ديوولسمې ګنې مصوبې دڅوارلسمې فقرې له صراحت سره سم دمياشتنيو  غونډو په جوړولو سره  دې  په کابل ښارکې د هوا  د ککړتيا دکمښت په باب د ژوندانه دچاپيريال د ښه والي  دتدبيرونو دپلان دتحقق څرنګوالى په هراړخيزه توګه وڅيړي ،  په دې لاره کې دې لازم تدبيرونه ونيسي او عملي يې کړي او دنتيجې په باب دې دوزيرانوشورا ته  رپوټ وړاندې کړي .
دغونډې دکار په دوام ،  د وزيرانو شورا له پيښوسره دمبارزې ملي کميته موظفه کړه چې د واورې د اورښټ له امله دمواصلاتي لارو له تړل کيدو مخکې دې  ډير ژر دې د غور ولايت او نورو ولايتونو او دسختو لارو لرونکو ولسواليو ته  وليږدوي ، دماليې وزارت موظف کړاى شو چې د توکو د ليږدونې کرايه ددغې کميټې په واک کې ورکړې .
داجندا په بله برخه کې دعدليې وزير دپيسو دپاکولو پرخلاف د مبارزې او له دې پلوه رامنځته شويو عوايدو دقوانينو او دتروريزم دتمويل پرخلاف دمبارزې دقانون طرحې  وړاندې کړې او څرګنده يې کړه  چې د  وزيرانو شورا د ١٣٩٢ کال دوري  د مياشتې د٢٦نيټې او د ١٣٩٢ کال دچنګاښ دمياشتې دلسمې نيټې دغونډو دپريکړو له مخې په دغو قوانينو کې لازمې سمونې شوي دي  خو اوس هم له الحاق شويو کنوانسيونونو سره سم مبهم ټکى پکې شته .
دوزيرانو شورا په هر اړخيزو خبرو په تيره بيا دپيسود پاکولو دقانون دطرحې په ٣١-٣٢-٣٣   او اته ديرشمې مادې له غور وروسته د عدليې د  وزير په مشرۍ موظف شوى کميسيون يو ځل بيا موظف کړ چې دغه  مادې او د دغو قوانينو نور موارد دغوڼدې له يادونې سره سم په حقوقي اصطلاحاتو او ترمنالوژي سره تصحيح او موافقه شوې طرحه دې  د وزيرانو شورا راتلونکو غونډو ته وړاندې کړي .
وروسته دترانسپورت او ملکي هوايي چلند وزير او دملکي هوايي چلند دخپلواکې ادارې  لوى رييس له ناټو او ايساف څخه دافغانستان دولت ته  دهيواد  دفضايي حريم د واکمنۍ د ليږدونې او داړتيا وړ بودجې دتمويل د ملي قرار داد طرحه  په دې ډول غوندې ته  وړاندې کړه :
دناټو او ايساف دقواو د دفتر په  رسمي بلنه ، ټاکل شوې  ده دهيواد ملي  هوايي چلند سيستم د ٢٠١٤ کال د جنوري دمياشتې له لومړۍ  نيټې په ترتيب سره له دغو ځواکونو څخه وليږدول شي . دلوړ فضايي حريم مسوليت د ٢٠١٤ کال دمې دمياشتې له لومړۍ نيټې څخه تر دريو مياشتو پورې ، د راښکته کيدو په  وخت دالوتکو دسکتور دمسوليت ليږدونه د ٢٠١٤ کال دجولاى  د مياشتې له  لومړۍ نيټې څخه  پيل    او  په   کم   لوړوالي سره   د  هوايي سکتور د مسوليت   ليږدونه
د ٢٠١٤ کال د دسمبر دمياشتې له لومړۍ نيټې څخه  پيليږي .
دافغانستان دهوايي چلندخپلواکې ادارې دهيواد دهوايي کنترول د په غاړه اخستلو لپاره  دافغانانو دځواکمن کولو او ليږدونې په مقصد د ١٣٩٣ کال په بودجه کې پنځه ويشت مليونه پيشنهاد کړې او څرګنده يې کړه چې دغه بهير په ترتيب سره دلګښت په کمښت  سره په پنځو کلونو کې ترسره کيږي .
دوزيرانو شورا له هر اړخيزو خبرو وروسته د ماليې د وزير په  مشرۍ دترانسپورت او هوايي چلند او دملي دفاع  وزيران او دهوايي چلند دخپلواکې ادارې  رييس موظف کړل  چې دهيواد دهوايي کر ښود دکنترول داړتيا وړ تجهيزات دې ديوې مياشتې په دننه کې مشخص او  وپيري او په دې برخه کې دکورنيو کادرونو تر روزنې  پورې دې له بهرنيو هيوادونو څخه دمسلکي کادرونو په استخدامولو سره له پلان سره سم د ليږدونې بهير تطبيق او دماليې وزارت  دې   داړتيا وړ دپيسې تدارک او دهوايي چلند خپلواکې ادارې په بودجه کې دې شاملې کړي .
دغونډې په پاى کې دبهرنيو چارو د وزيرله خوا درې مورده  نړيوال تړونونه غونډې ته طرحه شول چې  دتاييد وړ وګرځيدل .
دوزيرانو شورا غونډه دافغانستان دخلکو د خير او فلاح  په خاطر د دعايې په لوستلو سره پاى ته  ورسيده.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته