ټولنه

حامدکرزي د قندهار او هلمند دولایتونو له یو شمېر دیني عالمانو او مشرانو سره وکتل

کابلباختردجوزا٢٨
د کندهار او هلمند ولایتونو یو شمېر دیني عالمانو، قومي مشرانو او مخورو د افغانستان له جمهوررئیس حامدکرزي سره په کتنه کې په بېلابېلو برخوکې خپلې یو شمېر سیمه ئیزې ستونزې بیان کړې.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباختراژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې چې نن غرمه په ارګ کې ترسره شوه،مولوي محمد نسیم آخند زاده، مولوي نظر محمد، مولوي عبدالمبین او د لښکرګاه ښاروال محمد فاضل صافي د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او د ارغنداب پر سیند د اوبو د  دوه بندونو، په قندهار ښارکې د استوګنې د یوه ښارګوټي، د لښکر ګاه  ښار ته دڅېرمه ځنګله د استنادي دیوال او د لښګرګاه د پخواني پله ترڅنګ د یوه بل پله پر جوړیدو او د پخواني پله پر بیا رغونې باندې یې ټینګار وکړ.
حامدکرزي د قندهار او هلمند دولایتونو د مشرانو د ستونزو او غوښتنو له اوریدو وروسته د پوهنې او فواید عامې وزارتونو  وزیرانو او د نورو اړوندو ادارو چارواکو ته چې په غونډه کې حاضروو، لارښوونه وکړه چې د هغوی ستونزې او غوښتنې په هر اړخیز ډول وڅیړي او د خپلو څیړنو رپوټ دې  په راتلونکې غونډه کې چې د قندهار او هلمند یو شمېر مشران به هم پکې حاضروي، وړاندې کړي.
د هېواد جمهوررئیس په دې کتنه کې د قندهار او هلمند دولایتونو  مشرانو ته له نړیوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنیتي فعالیتونو د رهبرۍ دليږدونې، په قطر کې له طالبانو سره د خبرو لپاره د دفتر د پرانیستل کېدو او د سولې د بهیر په اړوند معلومات ورکړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته