امنیت

په ننګرهارکې درې تنه له لسګونو کيلوګرامه نشه يي توکو سره ونيول شول

کابل/ د تلې ۲۲ مه/باختر
درې تنه له څه ناڅه ٢٠٠ کيلوګرامه نشه يي توکو سره په ننګرهارکې ونيول شول.
دغه کسان پرون ناوخته په ځانګړو عملياتوکې د جلال آبادښار او د روداتو او بټي کوټ ولسواليو له مربوطاتو څخه هغه وخت ونيول شول چې غوښتل يې ١٩٨ کيلوګرامه نشه يي توکي نامعلوم ځاى ته قاچاق کړي.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله  خوږياڼي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې نيول شويو کسانو د نشه يي توکو انډي په مهارت سره په يوه تراکتور او دوه کړندي  موټروکې ځاى پرځاى کړي وو.
نيول شويو کسانو پوليسو ته په خپلو لومړنيو تحقيقاتوکې په ننګرهارکې د نشه يي توکو پر څو مواردو اعتراف کړى دى.
ختم-  سعيده – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته