سیاست

دبهرنيو چارو وزارت دديپلوماسي انستيتوت د مرکز او دجامع جومات دجوړولو کار پيل شو .

کابل باختر د ليندي اوومه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني نن دبهرنيو چارو وزارت دديپلوماسي انستيتوت دتاسيساتو اودجامع جومات دجوړولو پروژه په رسمي ډول پرانستله .
دبهرنيوچارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ. په دغومراسمو کې نړيوال سوداګر ، دقطر دشاهي کورنۍ غړي اودالغراقه د نړيوالې خيريه موسسې رييس الشيخ علي بن عبدالله القامي جاسم الثاني ، ددغه هېواد ديپلوماتانو او دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيوچارو وزارت مقاماتو او دبيلابيلو  څانګو رييسانو او مرستيالانو ګډون کړي و .
ديادونې وړ ده چې ددغو تاسيساتو دجوړولو دپروژې  کاربه دتدارکاتو دپړاونو له بشپړولو رووسته ددوو ميليونو امريکايي ډالرو په لګښت  چې ددغې خيريه موسسې له مرستو څخه بيل کړى شوي دي او وروسته دافغانستان داسلامي جمهوريت دوزيرانو شورا له خوا تاييد او منظور شوي دي په ګډه  ددغې موسسې او دافغان ايګر  دساختماني شرکت له خوا له اړتيا وړ ټولو عصري اسانتياو سره په يونيم کال کې بشپړ شي .
ختم _ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته