سیاست

دسترې محکمې عالي شورا غونډه وکړه

 کابل باخترد لړم د مياشتې  ١٨ :   
دسترې محکمې عالي شورا نن دسترې محکمې درئيس قانونپوه سيديوسف  حليم په مشرۍ غونډه وکړه او په  اجندا کې يې نيول  شوې   موضوعګانې       يې وڅيړلې .
دسترې محکمې دخپرونو رياست باخترآژانس ته خبر ورکړ  :
شورا لومړى دکابل ولايت  دبګراميو ولسوالۍ دابتدائيه محکمې  ديو خدمتي قاضي په تور دبډې اخيستنې دوساطت دوسيه وڅيړله  اوله هر اړخيز غور اوڅيړنې وروسته  چې په دوو پرله پسې غونډو کې  ترسره شوې   اودموظف څارنوال ددعوا دصورت له اقامې  اودهغه د حقيقي وکيل ددفاعياتوله وړاندې کولو وروسته ،  دجزا دقانون د ٢٥٥ مادې د ٢ فقرې له  حکم سره سم  تورن  په  دوه کاله تنفيذي بند اودبډې دپيسو په معادله جريمه په  مجازاتو محکوم شو   او دقضا له مسلک څخه دده د ګوښه  کيدو او دقضا په اعوانو دندو دکار دمنع کولو تصميم ونيول شو .
وروسته په جزائي موضوعګانو کې دبيا  کتنې  درې غوښتنليکونه چې دلوى  څارنوالۍ دادارې له خوا طرحه شوي و ، دلوى څارنوالۍ دمرستيال عنايت الله کمال په شتون دجزائي اجرااتو دقانون د ٢٨٢ مادې دحکم دشرايطو په رڼاکې غور اوڅيړنه وشوه  او له دې جملې څخه يو غوښتنليک دموجه قانوني دلايلو دشتون په دليل تائيد اوپه دې برخه کې  صادره شوې پريکړه لغوه شوه.
وروسته ديوشمير رسيدلو استهداګانو په باب غور او څيړنه وشوه  او دمقابل
لوري دنه  حاضريدوپه علت دمستانف داعتراض دحق دسقوط  دڅرنګوالي په برخه کې دفارياب ولايت داستيناف محکمې درياست داستهدايې په وړاندې څرګنده شوه چې په دې برخه کې  دمدني محاکماتو داصولو دقانون ٤١٩ ماده او نورې مادې پوره صراحت لري ، له هغو سره سم دې اجراات وشي .
دغه راز دهغه محکوم دخلاصون دڅرنګوالي په اړوند دلوى څارنوالۍ داستهدايې په باب چې دابتدائيه محکمې له پريکړې سره سم په مجازاتو محکوم شوى دى او داستيناف دپريکړې له مخې يې برآت ترلاسه  کړى دى لارښوونه  وشوه  چې مستهدي  مرجع دې دقانون له  حکمونوسره سم په دې برخه کې اجراات وکړي.
دغه راز  دجزائي اجرااتو د لومړۍ لمبرضميمې  په باب  دملاحظاتوپه وړاندې دلوى څارنوالۍ د ادارې دوه نورې استهداګانې  اودهغو جزائي دوسيو په اړوند  دعالى شورا  دصلاحيت دورکولو دغوښتنې موضوع  چې دلوى څارنوالۍ له خوا دپروان استيناف محکمې ته وړاندې شوه  دسترې محکمې دعالي شورا دغړي  او دعمومي جزا دديوان درئيس  قضاوتپوه  محمدزمان سنګري په مشرۍ  جوړ شوى دى، وسپارل شوه.
په همدې ترتيب دمحکمې دبدلون   يوشمير غوښتنليکونه اودقضايي کادر ددرجو دلوړوالي مسئلې هم  داجندا يوه برخه وه چې په هر مورد کې لازم  تصميمونه ونيول شول.
ديوبل خبرله مخې :  دسترې محکمې رئيس قانونپوه سيديوسف حليم نن له غرمې وروسته  ديو رسمي سفر په موخه هندوستان ته روان شو.
ددغه رسمي سفر په بهيرکې چې دهند د جګپوړو مقاماتوپه بلنه ترسره کيږي دسترې محکمې رئيس به  دنړۍ دسترې محکمې درئيسانو په اوولسم نړيوال  کنفرانس کې چې ټاکل شوې ده دروان کال دلړم دمياشتې له  ١٩ نيټې څخه تر  ٢٥نيټې پورې په دغه هېوادکې  جوړيږي ګډون وکړي اودافغانستان داسلامي  جمهوريت په استازيتوب به دکنفرانس دخبرو وړ اجندا په باب وينا وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته