امنیت

په نورستان کې د څلورو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل

کابلباختردميزان ٢٥
څلورتنه وسله وال طالبان د نورستان په ولايت کې له افغان ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول.
دغه جګړه پرون نا وخته دکامديش د مرزي ولسوالۍ په بازارکې هغه وخت ونښته چې د وسله والو طالبانو ډله په يو امنيتي پوستې بريد وکړ.
دنورستان ولايت په کامديش ولسوالۍ کې يو سيمه ييز مسوول باختر آژانس ته وويل چې په دغه نيم ساعته نښته کې درې تنه طالبان ووژل شول.
ددغه سيمه ييز مسوول دڅرګندونو له مخې: دغه طالبان له پاکستان څخه په راتګ سره په افغان سر تيرو بريدکړى و.
نورستان له پاکستان سره د درې سوه شل کيلو مترو ګډې پولې په لرلو سره تل د تروريستي ډلو له دې جملې څخه د وسله والو طالبانو د شتون او فعاليت ډګر دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته