ټولنه

په قندهار ولايت کې له سلګونو سېلاو ځپلو کورنيو سره مرسته .

کابل باختردثور  ١٦مه :
په قندهار ولايت کې له سلګونو سېلاو ځپلو کورنيو سره دخوراکي توکي او دنغدو پيسو مرسته وشوه .
درارسيدلو خبرونو له مخې،  په دې پړاو کې دقندهار  ښار په مربوطاتو کې له څلور سوه  يو ديرشو کورنيو سره  چې دسېلاونو دراوتلو له امله زيانمنې شوي دي مرسته شوې ده .  چې هرې کورنۍ ته يوه اندازه غوړي ، وريجې ، لوبيا ، چاى ،  صابون اوله اتو زرو څخه تر ديارلسو  زرو افغانيو پورې نغدې پيسې  ورکړى شوي دي .
دقندهار په ولايت کې يوې سيمه ئيزې  سرچينې باختراژانس ته وويل چې په دې پړاو کې دسېلاونو دراوتلو له امله له څلورسوه يوديرشو کورنيو سره دخوراکي توکو او دنغدو پيسو مرسته وشوه .
ده وويل  چې دغه مرستې دکورنيو اوبهرنيو مرستندويو بنسټونو له لوري برابرې شوې وې .
  ختم_ عطاالله _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته