ټولنه

په لغمان ولايت کې دطبيعي پيښو له امله له زيانمنو شويو کورنيو سره مرسته وشوه .

-کابل باختر د ثور دويمه :
په لغمان ولايت کې دوروستيو طبيعي پيښو له امله له زيانمنو شويوکورنيو سره مرسته وشوه .
په دې دوره کې له پيښو سره دمبارزې دادارې له خوا  په شپاړلسو کورنيو خوراکي توکي او لګښتي مالونه وويشل شول
دلغمان دوالي مرستيال شهزاد مظلوميار دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دغو مرستو کې دوريجي ، اوړو ، غوړيو ، شړيو، خيمو او ترپالونو په ګډون   خوراکي توکي  او لګښتي مالونه شته .
ده وويل چې  دطبيعي پيښو له زيانمنو شويو کسانو او له بې ځايه شويو کورنيو  سره دمرستې بهير  دغه راز دوام ولري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته