امنیت

يوسلو اتلس تنه وسله وال مخالفين ووژل شول

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢٩
د ملي اردو ځواکونو پرون د هيواد په ١٦ولايتونوکې د خپلو چاڼيزو عملياتو په بهير ١١٨ تنه وسله وال مخالفين ووژل.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د ملي اردوځواکونو دغه عمليات د ننګرهار، لغمان، پکتيا، پکتيکا، روزګان ، دايکنډي، قندهار، بادغيس، کندز، سرپل، تخار، فارياب، بغلان، هلمند او د کابل د ولايتونو په مربوطاتوکې ترسره کړل چې له امله يې ١١٨تنه وسله وال مخالفين ووژل شول، ٦٢ تنه ټپيان او ٤ تنه يې نوريې ونيول شول او يوه اندازه وسلې او مهمات ترلاسه او دوه ماينونه شنډکړى شول.
د يوبل خبرله مخې:
د هېواد په بېلابېلو سيموکې د وسله والومخالفينو د درندو وسلو د ډزو او په واټ کې د ښخ کړى شوي ماين د چاودنې له امله د ملي اردو ١٤ تنه سرتيري شهيدان شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته