فرهنګ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزير: رسنۍ دې له قانون سره سم ملي ګټې او ارزښتونو په پام کې ونيسي

کابل باختردتلي شپږويشتمه
د رسانه يي شکايتونو او سرغړونو د څيړنې د کميسيون غونډه نن د اطلاعاتو او فرهنګ د وزير عبدالباري جهاني په مشرۍ جوړه شوه .
د باختر آژانس دخبريال د خبر له مخې: په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزير او د رسانه يي شکايتونو او سرغړونو د څيړنې د کميسيون رييس خبرې وکړې او ويې ويل چې د ولسي جرګې د فرهنګي او ديني چارو کميسيون تېره اوونۍ د رسنيو له خپرونو څخه يو ډول  شکايت وکړ .
سره له دې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د بيان په آزادۍ ژمن دى؛ خو ځينې رسنۍ د مطبوعاتو له آزادۍ څخه خپل تعريف لري.
ده وويل: موږ بايد د رسنيو خپرونو ته پاملرنه وکړو او رسنۍ هم مکلفې دي چې له قانون سره سم دې ملي ګټې او ارزښتونه په پام کې ولري.
وروسته د کميسيون غړو د موضوع په باب يولړ نظريې وړاندې کړې .
دغه راز غونډې پريکړه وکړه، هغه کسان چې شکايت کوي؛ په مستند ډول دې کميسيون ته مراجعه وکړي او کميسيون به هم له قانون سره سم عمل وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته