کابل باختر د غبرګولي دولسمه :
وسله والو طالبانو تيره شپه دملي پيوستون دپروګرام نهه تنه کارکوونکي په بلخ ولايت کې په ډزو سره ووژل .
په دغو کارکوونکو په زارع ولسوالۍ کې په خپل دفتر کې ديرغلګرو له خوا بريد وشو . يرغلګرو چې په موټرسايکلونو او موټرو سپاره و دملي پيوستون دپروګرام دځينوکارکوونکو له وهلو او ډبولو وروسته نهه تنه يې په ډزو سره ووژل .
دبلخ ولايت دکليو دبيا جوړولو او پراختيا رييس انجنير عبدالباسط عيني دباختراژانس له خبريال سره په اړيکه کې ددغو کارکوونکووژل کيدل تاييد کړل .
دبلخ ولايت يوه امنيتي مسوول يرغلګر دوسله والو طالبانو په ډلې پورې اړوند کسان وبلل او ويې ويل چې د هغوى دپيژندنې او نيولو لپاره پلټنې پيل شوي دي . وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې باب څه نه دي ويلي .
دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت دملي پيوستون پروګرام دافغانستان په ځينو سيمو په تيره بيا په لرې پرتو کليو کې پرمختيايي اووګړني پروژې جوړوي .
0 1 دقیقه لوستل