امنیت

په پکتيکا کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې پنځه تنه وسله وال ووژل شول

ښرنه باختر د لړم د میاشتې ۶ مه
د پکتيکاولایت په وازېخو ولسوالۍ کې بې پيلوټه الوتکې برید کړی چې له امله یې پنځه تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د پکتيکا د امنیې قومانداني د امنیت آمر سمنوال دادالله هوتک د باختر اژانس سیمه ييز خبریال ته وویل، چې ياد برید تېره ورځ شاوخوا دوولس بجې د وازېخوا ولسوالۍ په شاهين کلي کې ترسره شوی چې له امله يې پنځه تنه وسله وال وژل شوي دي.
هوتک زیاتوي، چې په برید کې څلور موټرسايکل او له وسله والو سره شته وسلې هم په بشپړ ډول له منځه تللي دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته