تهران وي او اي نيوز – باختر د سلواغې دمياشتې ٩
دترکيې صدراعظم رجب طيب اردوغان چې دايران د اسلامي جمهوريت دجمهور رييس حسن روحاني د لومړي مرستيال په رسمي بلنه تيره شپه تهران ته ورسيد ټاکل شوې ده چې نن له حسن روحاني سره هم وګوري.
دترکيې صدراعظم تهران ته له سفر مخکې اعلام کړى و چې په تيرکال کې دتهران او انقرې ترمنځ دسوداګرۍ حجم په ناڅيز کمښت سره د يارلس نيمو ملياردو ډالروته ورسيد خو هيله ده چې تهران ته د ده په سفر سره تر راتلوونکي ميلادي کال پورې ديرشو ملياردو ډالرو ته دايران او ترکيې ترمنځ د مبادلاتو د پراختيا زمينه برابره شي
د اردوغان دڅرګندونو له مخې : ترکيه په کال کې له ايران څخه لس مليارده مکعب طبيعي کار واردوي او د ايران په اسلامي جمهوريت دلګول شويو نړيوالو بنديزونو په کمښت او لرې کولو سره په د تهران او انقرې ترمنځ اقتصادي او تجارتي همکارى هم پراختيا ومومي.
اردوغان به په تهران کې دايران او ترکيې ترمنځ د ستراتيژيکي همکاريو موافقه ليکونه هم لاسليک کړي .
ترکيه کلونه کلونه کيږي چې له زياترو ګاوڼديو هيوادونو سره دې موافقې ته رسيدلې ده خو له ايران سره د ورته موافقه ليک لاسليک يې تراوسه پورې په پام کې نه دى نيولى تهران او انقرې په وروستيو کلونو کې د سوريې دمسلې پرسر ديو بل په مخالفو لورو کې ځاى درلود.
0 1 دقیقه لوستل