کابل باختر دلړم دريمه :
څلورپنځوسو تنو نرس قابلو نن په بغلان ولايت کې داغا خان دانکشافي بنسټ له روزنيز مرکز او دباختردانکشافي شبکې له روزنيز مرکز څخه دفراغت سندونه ترلاسه کړل .
دبغلان ولايت دعامې روغتيا رياست مرستيال ډاکتر عبدالعليم غفاري دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغو ځوانو نجونو په دوو کلونوکې دقابلکۍ په څانګه کې عملي او نظري زده کړې کړي دي اوله دې وروسته په کليو او روغتيايي مرکزونو کې ميندو ته روغتيايي خدمتونه وړاندې کوي
ده دميندو دمړينې دکچې په کمښت کې دزده کړې خاوندو قابلو رول ارزښتناک وباله . ختم_ عطاالله _ اکرم
1 د یوې دقیقې څخه لږ