جلال اباد باختر د کب د میاشتې ۲۹ مه
د ننګرهار ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې څلور زره او سل جریبه ځمکه د کوکنارو له کرکیلې څخه پاکه شوه.
ځايي چارواکي وايي چې یاده ځمکه د ننګرهار ولایت په کوټ، بټي کوټ، مومندرې، نازيانو، سره رود، اچين، چپرهار، پچير اګام، غني خېل او يو شمېر نورو سيمو کې د غیر رسمي کمپاين په ترڅ کې د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوې ده.
د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼي د باختر اژانس سیمه ییز خبریال ته وویل چې په پلان کې ده څو په نږدې راتلونکي کې د یوه رسمي کمپاین په ترڅ کې پاتې ځمکې هم د کوکنارو د کرکیلې څخه پاکې شي.پای/وصال
0 د یوې دقیقې څخه لږ