سیاست

د جمهوررئیس غني په مشرۍ د قانون حاکمیت او اداري فساد سره د مبارزې عالي شورا درېیمه غونډه جوړه شوه

کابل- باختر د تلې د مياشتې ١١مه :
د قانون حاکمیت او اداري فساد سره د مبارزې عالي شورا نن له غرمې مخکې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د عدلي او قضايي مرکز په ودانۍ کې چې په دې وروستیو کې پرانېستل شوې ده درېیمه غونډه وکړه.
د جمهور رييس د وياند دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې چې د جمهوري ریاست دویم مرستیال محمد سرور دانش، قاضي القضات، لوی‌څارنوال، د عدلیې وزیر، د بشري حقونو کمیسیون مشرې، د اساسي قانون پر تطبیق د څار کمیسیون رئیس، اداري فساد سره د مبارزې د عالي ادارې رئیس او نورو عدلي او قضايي مسوولانو، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو او اروپايي اتحادیې استازو او د برتانیې سفیر ګډون درلود، د عدلي او قضايي مرکز مسوولانو جمهور رئیس ته د دغه مرکز د اجرأتو راپور ورکړ.
د عدلي او قضايي مرکز مسوولانو وویل، دغه مرکز د کار له پیله د اداري فساد په ۱۶قضیو چې بېلابېلو دولتي ادارو او ارګانونو پورې اړوند دي کار کړی دی. هغوی ټینګار وکړ چې دا قضیې د ارزونې له پړاوه د څیړنې پړاو ته رسیدلې دي او پر هرې قضیې د وروستۍ پرېکړې لپاره په جلا جلا ډول سخت کار روان دی.
عدلي او قضايي مرکز د ملي وحدت حکومت د مسوولانو او مقاماتو په دوسیو کار پیل کړی دی، چې په تازه مورد کې یې د کورنیو چارو وزارت یو جنرال د غه مرکز له خوا ( د کورنیو چارو وزارت د درنو جرمونو څانګې، څارنوالۍ او قضا) سره په همغږۍ د بډى اخېستو په تور لاس په لاس ونیو چې دوسیه یې تر ارزونې لاندې ده. 
د عدلي او قضايي مرکز کارکوونکو د دغه مرکز له راپور وړاندې کولو وروسته د قانون حاکمیت او اداري فساد سره د مبارزې عالي شورا ته ډاډ ورکړ چې اداري فساد سره به مبارزه کې په بشپړ خپلواکۍ کار وکړي، تر څو هېواد له دغې شومې پدیدې وژغوري.
ورپسې د عدلیې وزیر عبدالبصیر انور اداري فساد سره د مبارزې قانون د مسودې طرحه غونډه کې مطرحه کړه او څرګنده یې کړه، افغانستان په دې برخه کې د بین المللي کنوانسیونونو غړیتوب لري، تر هغو چې دا مسوده تصویبېږي له موجوده طرزالعملونو او قوانینو څخه به ګټه اخلي.
همدارنګه غونډه کې د پنځو وزارتونو اداري فساد سره د مبارزې پلانونه یاد شول او ټینګار وشو چې په دې برخه کې د ادارو بریالیتوب دې پورې تړلی دی چې د دغو ادارو عواید څومره زیاتېږي او باید اداري فساد سره د مبارزې د پلانونو د پلي کولو په خاطر جدي ګامونه پورته شي.
د قانون حاکمیت او اداري فساد سره د مبارزې عالي شورا یو ځل بیا اداري فساد سره پر مبارزې ټینګار وکړ او د نړيوالې ټولنې څخه یې وغوښتل چې د افغانستان حکومت سره په همغږۍ په نورو هېوادونو کې په اداري فساد د تورنو په بېرته راستنولو کې همکاري وکړي.
غونډې پرېکړه وکړه، اداري فساد سره د مبارزې بهیر د چټکتیا په خاطر دې د عدلي او قضايي کمېټه اونۍ کې یو ځل او د قانون حاکمیت او اداري فساد سره د مبارزې عالي شورا به په میاشت یا د اړتیا سره سم منظمې غونډې جوړې کړي.
په پای کې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت رئیس د عدلي او قضايي مرکز له بېلابېلو اداري برخو چې تازه جوړ شوي دي لیدنه وکړه.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته