ټولنه

دغزني ولايت دسولى شوراپه دغه ولايت کې دښوونځيو د ويجاړولو دمخنيوي غو ښتنه وکړه.

کابلباختر دچنګاښ ٧ مـــــــــه

دغزني ولايت دسولى شورا نن په کابل کې د يوې غونډې په ترڅ کې دملکي وګړو دوژنې، دښوونځيو دسوځولودبندولو اودښوونکو دګواښولو دپاى ته رسيدو غو ښتنه و کړه

دباختراژانس دخبر له مخې، دغه غونډه چې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دمطبوعاتو په نړيوال تالار کې جوړه شوې وه ددغه ولايت دسولى دشورا رئيس ډاکتر رضا خان وويل: دازموږ ملى مسو ليت دى چې دغزني د خلکو ستونزې دولت ته ورسوو او هغه حل او فصل کړو .

ده زياته کړه :په دې وروستيو وختو کې دغزني ولايت او په تيره بيا داندړو د ولسوالۍ امنيتي حالات ښه نه دى.

دغزني ولايت دسولى شورا ديوناپييلى بهير په توګه له مخالفو لورو څخه غواړي  چې دامنيتي حالت په ښه والى اودملکى وګړو دوژنې ،دښوونکو دګواښ اودښوونځيو د سوځولو په مخنيوي کې همکاري وکړي.

ده وويل له دولت څخه غواړو چې په اندړو ولسوالۍ کې امنيتي پوستې جوړې کړي چې ددغه ولايت پتمن خلک دسولى او ارا مي په فضا کې خپل ژوند ته د وام ورکړي .

دغزني ولايت دسولى دشورا دغه بلنه په داسې حال کې کيږي چې طالبانو په دغه ولايت کې په دې وروستيو وختو کې نجونو ته ګواښ کړي دي چې ښوونځى ته لاړې نه شي دوى څو ښوونځى سوځولى اودښوونځيو ښوونکو ته يې هم ګواښ کړي دي .

دطالبانو دغه حرکت ددوى پرخلاف دوګړنى پاڅون سبب شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته