کابل باختر د وري لومړي :
دکابل په لويديځ کې دڅه ناڅه دريو چاودنو له امله نن څو تنو ته مرګ ژوبله واوښته .
دغه چاودنې دنوروز دجشن دمراسمو په سيمه کې دسخي زيارت ته څيرمه د توغندي دلګيدو زيږنده وه
دکابل يو خبرځاى باختراژانس ته وويل چې په دغو بريدونوکې اووه تنه شهيدان او څه ناڅه ٢٥ تنه ټپيان او دښار روغتونونو ته ليږدول شوي دي
امنيتي خبرځايونو تراوسه پورې ددغو بريدونو دڅرنګوالي په باب څه نه دي ويلي .
دنوي کال او دنوروز جشن درارسيدو په درشل کې دامريکا سفارت د نوروز دجشن په برخه والو اوپه کابل کې په بهرنيو نمايندګيو دډار اچوونکو دبريد له امله خبر دارى ورکړى و .
ختم_ عطاالله _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ