سیاست

تبصره :

کابل باختر دچنګاښ دمياشتې  ٢٠ :
دنشه يي  توکو دپديدې  کنترولول ، خوځښت  او همغږۍ ته اړتيالري  نه شعار ته .په افغانستان کې دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې دملي پيوستون اوونۍ په داسې حال کې نمانځل کيږي چې ددغې پديدې پرخلاف دجدي اغيزمنې اوهمغږې مبارزې  موخه  هلې ځلې دومره بريالي نه دي .
دباخترآژانس مبصر ليکي :
په افغانستان کې  دنشه يي توکو پرخلاف  دمبارزې دملي پيوستون  اوونۍ په داسې حال کې   پيل شوې   چې نشه يي توکي اوس په افغانستان کې په يوې جدي  ټولنيزې ، اقتصادي او آن سياسي شخړې بدل شوې ده.
افغانستان سره له دې چې  دنړۍ ديو زيات شمير هيوادونو  ژمنه او ملاتړ له ځان سره لرل  اوس هم دهغو هېوادونو په ډله کې دى  چې هغه دنشه يي توکو دډير ستر توليدونکو په توګه ياديږي.
  دغه هېوادنه يوازې  نورو هېوادونو ته  دنشه يي توکو دترانزيت او ترافيکو او دغه راز دهغو دتوليد سرچينه ده بلکې په هېواد کې په نشه يي توکو دڅه دپاسه درې ميليونو تنو روږدو کسانو شتون  ښيي  چې دغه ستونزه په افغانستان کې هم يوه ستره ملي ستونزه  بلل کيږي.
که چيرې منصفانه ووايو په افغانستان کې  دنشه يي توکو ستونزه  دهغو له کرکيلې څخه تر توليد او له پلورنې څخه  تر قاچاقو پورې  دتروريزم او ډاراچوونې په شان په دغه هېواد يوه تپل شوې پديده ده  ځکه دا تروريستي او وسله والې ډلې دي چې  دخپلو پوځي لګښتونو يوه برخه  له نشه يي توکو څخه تامينوي ،. سربيره پردې دنشه يي توکو قاچاق  دافراطي او ډاراچوونکو ډلو دمشرانو دناروا اقتصاد يوه برخه ده .
دافغانستان ، امريکا ، لويديځ او دنورو هېوادونو استخباراتي سرچينې وايي  چې دطالبانو مشرانو دنشه يي توکو له قاچاقو څخه شتمني  ترلاسه کړې ده  او داعشيان هم  هلې ځلې کوي  چې دافغانستان دنشه يي توکو دقاچاقو دترانزيت په لارو  برلاسى ولري.
هغه څه چې مهم دي دا دي  دنشه يي توکو ، دهغو روږدي کيدو اوقاچاقو زموږ اقتصادي بنسټونو ته زيان رسولى دى ، زموږ هويت اوفرهنګ يې  زيانمن کړى دى  آن  په نړيوال ډګر کې زموږ په سياست اواړيکو يې اغيزې کړي دي  اوپه ټولنيز چاپيريال کې  دکورنيو بنسټ ګواښوي.
له نشه يي توکوسره دمبارزې په کار کې دملي پيوستون اوونۍ  هغو چلنجونو ته درسيدو لاره  چې يادونه يې وشوه  له موږ سره مرسته وکړي خوپه دې شرط چې دغه ستونزه  يوه ملي ستونزه وبلل شي  اوبايد  دهغو په وړاندې مبارزه لنډ مهال او تشريفاتي  نه وي .
همدا اوس  په ملي او نړيواله کچه  له دغې پديدې سره داغيزمنې ، هدفمندې ،. جدي او همغږې مبارزې په موخه  هلې ځلې  نه يوازې بريالۍ نه دي بلکې ناکامې دي.
افغان  جګپوړي مقامات په خپله په ډاګه  کوي چې همدا اوس   په افغانستان کې  دکوکناروکرکيلې کمښت نه دى موندلى، بلکې پراختيا يې موندلې ده اودافغانستان يوويشت ولايتونه دکوکنارو دکرکيلې ډګر دى .
په افغانستان کې  له نشه يي توکوسره دمبارزې په  کار کې ناکامي په لومړي ګام کې په هېواد کې  ورځ په ورځ زياتيدونکي ناامنۍ  ، دنشه يي توکوپه کرکيلې او قاچاقو دوسله والو مخالفانو تمرکز اودهغو له عوايدو څخه ددغې ډلې تمويل دبهرنيو مرستو په تيره بيا  ددوو هېوادونو امريکا او انګلستان دمرستو کمښت او آن بنديز  چې  په افغانستان کې  له نشه يي توکوسره دمبارزې په  کار کې يې محوري رول درلود ، پاليسي  جوړونکو اواجرا کوونکو ادارو ته دبودجې کمښت  چې بايد له نشه يي توکو سره دمبارزې بهير وڅاري ، هغه موارد دي چې په افغانستان کې له نشه يي توکو سره   دمبارزې دکمزورتيا سبب شوي دي .
په نړيوال ډګر کې په ترانزيتي تګلورو دنړيوالې مافيالاسرسي  په نړيوالو بازارونو کې دغوښتنې زياتوالى ، له سياسي مسئلو سره دنشه يي توکو دپديدې يو ځاى کيدل  ، د نشه يي توکو په ناوړه  خو ګټوره سوداګرۍ کې دسيمې او نړۍ  ديوشمير هېوادونو  استخباراتو ښکيل والى ،  افغانستان ته د کيمياوي توکو دصادرولو دمخنيوي په خاطر دځينو هېوادونو نه تمايل  چې دهيروئينوله توليدولوسره مرسته کوي او دافغانستان پرخلاف دفشار دوسيلې په توګه له نشه يي توکو څخه استفاده او دنشه  يي توکو سياسي کول  هغه موارد دي چې  په نړيوال ډګر کې له دغه بهيرسره مبارزه يې له ستونزو سره مخامخه کړې ده .
نن ورځ  داسې هېوادونه شته چې  دنشه يي توکو دقاچاقو دپراختيا له پلوه  په
افغانستان تور لګوي  او زموږ  ددولت او هېواد په لور دنيوکې ګوته نيسي.
په داسې حال کې چې په خپله دکيمياوي توکو دصادرولو په مخنيوي کې چې هغه دهيروئينو په توليدولو کې کارول کيږي ددوى دهېوادونو په بازارونو کې دغوښتنې کمښت  اوپه دغه هېوادونو کې دنشه يي توکو دترانزيت او قاچاقو په مخنيوي کې  عاجز دي  خو  دافغانستان دملامتولو  له لارې  سره ښه بلد دي.
که چېرې افغانستان ته دنشه يي توکو صادرات پاى ته ورسيږي  ، دنشه  يي توکو لپاره دغوښتنې نړيوال بازارونه کم يا پاى ته ورسيږي ، دقاچاق وړونکو پرمخ دنورو هېوادونو دترانزيت لاره  وتړله شي اوپه پاى کې  دغه هېوادونه  له نشه يي توکو سره دمبارزې په  کار کې له افغانستان سره  په همدفمند  او صادقانه ډول همغږي شي   نور به دملامتولو لپاره کومه خبره شتون ونلري.
نشه يي توکي يوه ناوړه او وژونکي پديده ده چې بشري بنسټ او ژوند ګواښوي  له هغو سره مبارزه صداقت ، عمل اوخوځښت غواړي نه شعار اوکليه شي نمانځنه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته