کابل باختر دوري شلمه :
شپاړلس تنه ډار اچوونکي په کندز ولايت کې دپوځي عملياتوپه بهير کې ووژل شول .
په دغو ډار اچوونکو په تيرو ٢٤ ساعتو کې دکندز ولايت ددشت ارچي او د چهار درې ولسواليو په ځينو سيمو کې بريدونه شوي دي .
دشمال ختيځ زون دپوليسو درسنيو دفتر ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې په دغو عملياتو کې شپاړلس تنه دار اچوونکي ووژل شول او څلور تنه نور يې ټپيان شول .
ددغو عملياتو په بهير کې تراوسه پورې ددشت ارچي او دچهار درې په ولسواليو کې څو کلي په بشپړه توګه د ډار اچوونکو له شتون څخه پاک شوي دي .
دخبرپاڼې دمعلوماتو له مخې، په کندز کې د ډار اچوونکو پرخلاف عمليات به د ډار اچوونکو له شتون څخه ددغه ولايت تر بشپړ پاکولو پورې دوام وکړي .
ويل کيږي پوځيان د ډار اچوونکو په مرکزونو ددشت ارچي او چهاردرې دبدليدو دمخنيوي لپاره هره سيمه چې له ډار اچوونکو څخه پاکوي پوځي ځواکونه پکې ځاى پرځاى کوي .
پوځيانو نن سهار څلور ماينونه دکندز ولايت له ګن ميشتو سيمو څخه کشف او شنډ کړي دي .
دکندز پوځي مسوولين ،وسله وال طالبان ددغو ماينونو دښخولو مسوول بولي .
0 1 دقیقه لوستل