فرهنګ

د ډاډګېرنې پېغام

کابل_باختر د لړم د مياشتې٢١مه
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خواشینۍ او ډاډګېرنې پېغام!
په‌ ژورې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د هېواد تکړه هنرمند شرفیار منګل وفات شوى دى.
انالله وانا الیه راجعون
ارواښاد شرفیار منګل د پښتو فولکلوریکې موسیقۍ او اتڼیزو سندرو په ویلو کې ځانګړې نوم درلود او په دې لاره کې یې کلونه کلونه خدمت وکړ.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ارواښاد نه شتون د هنر په نړۍ کې یوه تشه بولي،‌ څښتن تعالی دې دی وبخښي کورنۍ او دوستانو ته یې د جمیل صبرهيله کوو. #
پاى_ف

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته