کابل / د سلواغې ۲۴ مه/ باختر
په بغلان کې دوه سیاحتي اوتوریستي شرکتونه د سرغړونې په دلیل وتړل شول او درېو نورو شرکتونو ته لارښونه وشوه چې خپل فعالیتونه د قانون په مطابق عیارکړي.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ګرځندوی مسوول مولوي عزت الله میرحقاني باختر آژانس ته وویل چې دوه سیاحتي او توریستي شرکتونه د جواز د نه لرلو په دلیل وتړل شول او د دریو نورو شرکتونو مسوولینو ته د سرغړونې په خاطر لارښونه وشوه.
هغه وویل چې په بغلان کې د سیاحتي او توریستي شرکتونو د فعالیتونو د څېړنې بهیر دوام لري.
ع