سیاست

د يو شمېر ورځپانوسرټکي د هغه هيئت له خوا د جيلونو د حالت څيړنه ده چې دجمهور رييس له خوا موظف کړى شوى دى.

 

خو داچې دغه هيئت ولې د يوناما د رپوټ له خپرېدو وروسته موظف کړى شو؟ هغه موضوع ده چې بايد وڅيړل شي .

 د را رسيدلو خبرونوله مخې: دايساف، سره  صليب او دبشردحقوقو دنورو مدافعو سازمانونو له خوا تل جيلونه کتل شوي دي او رپوټونه يې خپاره کړي دي، خو اوس يعنې له هغه وروسته چې دافغانستان او امريکا جمهورو رييسانو د بنديانو او دجيلونو له سپارلو سره موافقه وکړه، کاسه سرچپه شوه  .

 له اوږدې مودې وروسته د يوناما له خوا د افغانستان په جيلونوکې دبنديانو د ځورونې ، له هغوى سره د ناوړه چلند او د جنسي استفادې مسئله طرحه کيږي او ايساف هم تاييدوي .

 دلته دبنديانو او دجيلونو دسپرالوپه باب بد بوى پورته کيږي .

 که چيرې په جيلونوکې د ناوړه چلند ، ځورونې او د جنسي استفادې موارد موجود و، ولې له دغې موافقې مخکې مسئله نه طرحه کيده؟ ولې ايساف، سره  صليب او دبشر دحقوقو مدافعو مرکزونو په دې باب چوپه خوله غوره کړې وه؟

جمهور رييس د دغو پوښتنو د ځواب د ترلاسه کولو لپاره دملګروملتو دسازمان د استازې په ترکيب يو هيئت موظُف کړ چې دهيواد جيلونه  وڅيړي  او روښانه  شي چې کوم کسان د بې باوريو په پيداکولو کې عمل کوي . 

 پخوا دملي امنيت د لوى رياست سرپرست هم ددغه شان رپوټ خپرول استخباراتي توطيه  بللې وه . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته