-کابل / دچنګاښ ١١مه / باختر :
په قندهار ولايت کې ديو لومړنى ښوونځي په جوړولو سره به د نجونو او هلکانو په ګډون د ٢٦٠ تنو زده کوونکو ستونزې لرې شي .
دکليو دبيا رغاونې او پرمختيا دوزارت وياند فريدون آژند نن دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه ودانۍ په سپين بولدک ولسوالۍ کې جوړه شوې ده چې په ودانۍ کې اته درسي خونې ، پنځه تشنابونه او نور ضروري ملحقات په پام کې نيول شوي دي .
ختم _ ج _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ