امنیت

دوسله والو طالبانو د ډلې يو سيمه ييز قوماندان له دولت سره يوځاى شو.

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ١٥
دوسله والو طالبانو د ډلې يو سميه ييز قوماندان   پرون په بدخشان ولايت  کې دسولې له بهير سره يو ځاى شو.
دغه قوماندان عبدالستار نوميږي چې دبدخشان ولايت په وردوج ولسوالۍ کې
يې فعاليت کاوه او له يوې اندازې وسلو سره دسولې له بهير سره يوځاى شو .
دبدخشان دوالي ويندوى  احمد نويد فروتن نن باختر آژانس ته وويل  :
د سولې له بهيرسره   ددغوکسانو پيوستون په   وردوج کې د  امنيت په تامينولو
اغيزه  لري او دغه قوماندان په هغه نفوذ چې په سيمه کې دطالبانو په نورو کسانو لري کيداى شي د سولې له بهير سره دهغوى له پيوستون سره هم مرسته وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته