سیاست

دامريکا ددفاع د وزارت کانديد په افغانستان کې دخپل هيواد عسکرو ته قضايي مصوونيت ضروري وباله

 

کابل  باختردسلواغې دمياشتې  ١٣ :

په داسې حال کې چې افغان او امريکايي مقامات دامنيتي همکاريو په باب د خپلو خبرو دريم پړاوپه کابل کې پيل کړي  دامريکا ددفاع دوزارت کانديد وايي  دهيواد هغو عسکرو ته يې  دقضايي مصوونيت ورکول  له ٢٠١٤ کال وروسته  ماموريت کې ضروري دي  .

دباختراژانس د خبرله مخې، دامريکا ددفاع دوزارت  کانديد  چک هيګل په دې وروستيو وختو کې دخپل کاري پروګرام په باب  ددغه هيواد دسنا مجلس ته معلومات ورکړل.

هيګل  دافغانستان دحالت دڅرنګوالي  او په دغه هيواد کې دامريکا دراتلوونکي پوځي ماموريت په باب  ديو لړ مسلو په اړوند خبرې وکړې.

ده وويل چې امريکا له افغانستان څخه دوتلو طرحه برابره کړې ده په دغه هيواد کې  جګړه پاى ته رسوي او امريکايي ځواکونه خپل هيواد ته ستنيږي. خو ده تائيده کړ ه چې له ډار اچونې او القاعده سره به مبارزه دوام وکړي  او امريکا دافغان ځواکونو دروزنې ماموريت  ته هم دوام ورکوي.

ده په افغانستان کې له  ٢٠١٤ کال وروسته ديوشمير امريکايي عسکرو دپاتې کيدو احتمال رد نه کړ .

هيګل وويل  چې جمهوررييس اوباما تراوسه پورې ددغو عسکرو دشمير په باب تصميم نه دى نيول .

اوباما له هغه وروسته چې په دې لاره کې دافغانستان ددولت  دريځ مشخص

شي دهغو عسکرو شمير چې بايد په افغانستان کې پاتې شي ټاکي.

دامريکا ددفاع دوزارت کانديد دغو عسکرو ته دقضايي مصونيت ورکول ضروري وبلل .

بايد وويل شي  چې دافغانستان او امريکا ترمنځ دامنيتي همکاريو په خبرو کې  امريکايي عسکرو ته دقضايي مصوونيت ورکول  ددغو خبرو  له مهمو ټکو څخه دى .

 دجمهوري رياست ويندوى ايمل فيضي سره له دې چې دامنيتي همکاريو دسند لاسليک کول دافغانانوپه ګټه بولي خو دافغانستان دملي واکمني په رعايتولوټينګار کوي.

دفيضي دڅرگندونوله مخې،  په خبرو کې لومړي  دامريکايي عسکرو دشمير او اډو په باب  خبرې کيږي او وروسته به قضايي مصوونيت طرحه شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته